Home » افغانستان » اوچا: افغانستان کې ۱۹ سلنه خلک د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

اوچا: افغانستان کې ۱۹ سلنه خلک د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر يا اوچا نن تازه د پنج‌نشبې په ورځ د (تلې په ۷مه) په افغانستان کې د خوړو له ناخونديتوب سره د مخ افغانانو شمېرې خپرې کړي دي.

اوچا په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دا مهال د افغانستان ۲۴سلنه وګړي د بچ کېدو په موخه بشري مرستو ته په جدي توګه اړتيا لري.

د يادې ادارې د مالوماتو له مخې، ۲۵ سلنه افغانان په اوسني وضعيت کې له بې‌وزلۍ سره مخ دي او د ټولو نفوس ۱۹ افغانان بيا د خوړو له سختې ناامنۍ او يا د خوړو له ناخونديتوب ګړېږي.

اوچا يادو شمېرو ته په پام سره ويلي، چې بشري مرستو ته د افغانانو دا اړتيا خورا بې سارې ده او ټينګار يې کړی، چې بشري مرستو په برخه کې بايد نور له دې زيات وخت ضايع نه شي.

اوچا له مرستندويه هېوادونو او بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره په بېړنۍ توګه بشري مرستې وکړي څو دغلته د اړمنو خلکو او ټولنو اړتياوې پوره شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...