د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې غونډه وشي.
د انټوني بلینکن په خبره په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي خو نوموړي دا نه ده واضح کړې چې تر کومې کچې مشران به په دې غونډه کې حاضر وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا غونډه په راتلونکو څو اونیو کې د ده په وینا د “ډیپلوماسۍ او د شخړې د یو ډول سوله ییز حل لپاره د هڅو لړ کې رابلل کیږي “.
انټوني بلېنکن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان دولت سرچینو رویټرز ته ویلي ولسمشر غني د ترکیې غونډې لپاره یو وړاندیز چمتو کوي چې له مخې به یې د ده د پنځه کلنۍ دورې له پای وړاندې ټاکنې کیږي.
د دې طرحې له مخې به شپږ میاشتې اوربند کیږي او بیا د نړیوالې ټولنې تر څار او ادارې لاندې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او امریکا دې ته ژمنه ده چې له ديپلوماتیکو لارو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي.