Home » سیمه او نړی » انتونیو ګوترش د دویم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکل شو
رویداد خبري آژانس
انتونیو ګوترش

انتونیو ګوترش د دویم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکل شو

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه نېټه) انتونیو ګوترش د دویم ځل لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکه.

انتونیوګوترش به د پنځو نورو کلونو لپاره هم د دغه نړیوال سازمان چې ۱۹۳ غړي لري، مشري کوي.

د همدې میلادي میاشتې په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې ۱۵ غړي لري، د دویمې دورې لپاره د ګوترش د بیا ټاکل کېدو ملاتړ کړی و.

د ۷۲ کلن ګوترش د ماموریت دویم پړاو د راتلونکې ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیلیږي.

د نړۍ بېلابېلو چارواکو ګوترش ته پر خپل پوست د بیا ټاکل کېدو له کبله مبارکي ورکړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...