Home » افغانستان » امریکايي سرتیرو د ‘مورهد’ کمپ امنیتي ځواکونو ته وسپاره
رویداد خبري آژانس

امریکايي سرتیرو د ‘مورهد’ کمپ امنیتي ځواکونو ته وسپاره

دځانګړو عملیاتو قول اردو وایي امریکايي ځواکونو د کابل په ریشخور سیمه کې د ( مورهد) په نوم یو کمپ افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

یاد قول اردو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه کمپ په ۱۳۸۶ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او مشورو لپاره جوړ شوی وو چې تر اوسه د بهرنیانو له‌خوا پرمخ وړل کېده او تازه یې مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د ځانکړو عملیاتو قول اردو قومندان جنرال هیبت‌الله علیزي د دې کمپ سپارلو مراسمو پرمهال ویلي، چې افغان کومانډو ځواکونه مسلکي شوي او اوس کولای شي د بهرنیانو له مرستې پرته دښمن ته په سنګرونو کې ماتې ورکړي.

تر دې وړاندې هم یو کمپ په بلخ او د انتونیک په نوم یو کمپ په هلمند کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی و.

ټاکل شوې امریکا خپل ټول پوځیان د روان کال تر سپټمبر میاشت له افغانستان وباسي، چې ورسره به د دوی استوګنیز کمپونه افغان لوریو ته سپارل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...