امریکايي بوکسر لیون سپینکس چې محمد علي کلې تهیې ماته ورکړې وه، د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان په ناروغۍ مړ شو.
سپینکس چې له اوږدې مودې راهیسې په سرطان اخته و، پرون شنبې په ورځ فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۸) په داسې حال کې ساه ورکړه چې مېرمن، د کورنۍ غړي او څو ملګري یې حاضر وو.
سپینکس چې د سوک لوبې یا بوکس په لوړ وزن کې یې د ۱۹۷۶ د مونتریال په المپیک کې د امریکا لپاره د سرو زرو مډال ګټلی و، په ۱۹۷۸ کال کې یې د نړۍ نامتو اتل محمد علي کلې ته ماته ورکړه.
محمد علي کلې اووه میاشتې وروسته له ده غچ واخیست.