Home » سیمه او نړی » امریکا، مصر و اسراییلو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړې

امریکا، مصر و اسراییلو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړې

د مصر پلازمېنې قاهرې په غونډه کې د منځګړو هېوادونو استازو په غزه کې د اوربند څرنګوالی ارزولی او په دې اړه یې خبرې کړې دي.

د «القاهره نیوز» دولتي ټلویزیون د راپور له مخې چې د امریکا، مصر او اسراییلو استخباراتي چارواکو په غزې کې د اوربند او نیول شویو کسانو د خوشي کولو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د دې دریو هېوادونو استخباراتي چارواکي به نن هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

سرچینې زیاتوي چې په دې غونډه کې د امریکا د استخباراتو مشر ویلیام برنز، د مصرد استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا او د اسراییلو د استخباراتو مشر شته دي چې په غزې کې د اوربند او نیول شویو کسانو د خوشي کولو په اړه به خبرې وکړي.

په ورته وخت کې په غزه د اسراییلو لخوا بریدونه دوام لري او د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې د جکړې له پیل څخه تر دې مهاله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ زره کسان وژل شوي او نږدې ۹۰ زره ټپیان دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...