Home » سیمه او نړی » امریکا پر عربستان د حوثي یاغیانو بریدونه غندلي
رویداد خبري آژانس

امریکا پر عربستان د حوثي یاغیانو بریدونه غندلي

امریکا پر عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي ديامریکا پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

حوثي یاغیانو ویلي چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او نظامي اډو یې د اتلسو ډرون په وسیله بریدونه کړي دي.

حوثیان ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې عربستان ته مالي زیانونه اړولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د حوثیانو دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او په خبره یې حوثي یاغیان دې له ورته کړنو لاس په سر شي.

حوثیان داسې مهال پر سعودي عربستان دغه ډول بریدونه کوي چې عربستان د سولې او اوربند وړاندیز کړی و خو حوثیانو ویلي چې ددوی غوښتنې باید تر هر څه وړاندې ومنل شي او تر هغه وروسته به پر اوربند خبرې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...