Home » افغانستان » امریکا: له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته مو د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړي

امریکا: له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته مو د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ولسمشرجوبایډن دنده پیل کړې، نژدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې، چې په هغه هېواد کې له امریکایي مختلفو ادارو سره یې کار کړی دی.

دغه سفارت، چې له قطرڅخه فعالیت مخ ته وړي، په خپله اېکس پاڼه کې چې مخکې ټویټر نومیده په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د امریکا ډیپلوماتیکو استازولیو د دغو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونو ته رسیدګي کړې ده.

سفارت ویلي، چې متحده ایالات به دې کارته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال هم څه باندې ۱۵۲ زره زیاتو افغانانو د ځانګړي مهاجرت ویزو غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...