د امریکا د استازو مجلس پرون شنبې د ثور په لومړۍ نېټه د دواړو دیموکراټ او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د استازو په پراخ ملاتړ اوکرایین، اسراییلو او ټایوان ته د ۹۵ ملیارد ډالرو مالي مرستې بسته تصویب کړې ده.
د مرستو په دې بسته کې د اوکراین د جګړې لپاره ۶۰ میلیارده ډالره، د اسراییلو لپاره ۲۶ میلیارده ډالره، د غزې په ګډون په جګړه ځپلو سیمو کې له ملکي وګړو سره بشري مرستې شاملې دي. همداراز د هند او ارام سمندر په دوو برخو کې له تایوان سره د مرستې لپاره د اته ملیارد ډالرو مرستې بسته په پام کې نیول شوې ده.
د امریکا د استازو مجلس دغه لایحه د جمهوري غوښتونکو له سخت مخالفت سره سره تصویب کړې او اوس دغه قانون د نهايي کولو لپاره د امریکا سنا، ته چې اکثریت یې دیموکراټان دي، د تصویب لپاره ځي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن چې تېر کال یې له کانګرس څخه وغوښتل چې اوکراین ته اضافي مرستې تصویب کړي، په یوه بیان کې ویلي چې دا د بېړني حالت په وخت کې پېښېږي، ځکه چې اسراییل د ایران او اوکراین له پرله پسې بمباریو سره مخامخ دی.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي پر خپله اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د مالي مرستې تصویب د جګړې د خپریدو مخه نیسي او د زرګونو خلکو ژوند ژغوري.
خو روسیې د دې پريکړه ليک په غبرګون کې ویلي چې له اوکراين، اسراييلو او ټايوان سره د امريکا پوځي مرستې به نړيوال کړکېچ لا پسې زيات کړي.
بلخوا ناټو د امریکا د استازو په مجلس کې له اوکراین سره د مالي مرستو د تصویب هرکلی کړی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو بیا د امریکا د استازو د جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې په اېکس پاڼه لیکلي چې دا اقدام د اسراییلو قوي دوه اړخیز ملاتړ او د لوېدیځ تمدن د دفاع ښکارندویي کوي.