امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د خوندي اېستلو لپاره سیمې ته ( B-52 ) ډوله بم غورځوونکې الوتکې راستوي. او ددې احتمال شته چې په افغانستان کې خپل سرتیري هم ډېر کړي.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې شپږ بي ۵۲ ډوله الوتکې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر ساتنه کوي او تر څنګ یې په افغانستان کې او سیمه کې د امریکایي سرتیرو شمېر هم ډېرېږي څو د وتلو په بهیر کې د امریکايي ځواکونو امنیت تامین کړي.
پنټاګون ویلي چې دمګړی د دوی دوې لویې جنګي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته رسېدلې دي.
د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي دوی له افغانستان د خپلو ځينو تجهیزاتو ایستل پيلوي، ځینې افغان پوځ ته سپاري او ځینې په افغانستان کې له منځه وړي.
کربي دغه راز زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه مخ ته ځي او هڅه کېږي د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی وشي.