Home » افغانستان » امریکا: له افغانستان د ځواکونو د وتلو بهیر تر ۶ سلنې پورې بشپړ شوی
رویداد خبري آژانس

امریکا: له افغانستان د ځواکونو د وتلو بهیر تر ۶ سلنې پورې بشپړ شوی

امریکا وایي تر شپږ سلنې پورې یې له افغانستان د ځواکونو او تجهیزاتو ایستلو بهیر بشپړ کړی دی.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له لوري په تازه خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکايي پوځ کارګو الوتکو په دې ورځو کې تر شپېتو پورې پروازونه ترسره کړي دي او له درېیو تر شپږ سلنې توکي او سرتېري یې له دغه هېواد ایستلي دي.

سینټکام ویلي چې دوی ځینې نظامي تجهیزات افغان پوځ ته ورکوي، ځینې له ځان سره لېږدوي خو تر څنګ یې ۱۳۰۰ قلمه داسې توکي هم په نښه کړي چې باید امریکايي پوځ یې په افغانستان کې له منځه یوسي.

امریکایي پوځ دغه راز ویلي چې ټول توکي او ځواکونه امریکا ته نه لېږدوي بلکې ځینې اروپايي هېوادونو او شاوخوا سیمو ته هم لېږدوي او هلته یې په خپلو اډو کې ځای پر ځای کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...