Home » سیمه او نړی » امریکا روسیې ته د شمالي کوریا د ۳ زرو سرتېرو د ورتګ خبر ورکړی

امریکا روسیې ته د شمالي کوریا د ۳ زرو سرتېرو د ورتګ خبر ورکړی

متحدو ایالتونو (چهارشنبې، د لړم ۲مه) ویلي چې شمالي کوریا د روانې میاشتې په سر کې روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي،‌ هلته روزل کېږي او ټاکل شوې چې له روسي سرتېرو سره اوږه په اوږه د اوکراین په ضد وجنګېږي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د دغه سرتېرو د ورتګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې امریکا له خپلو ملګرو او شریکانو سره کار کوي چې دا وضعیت پوره درک کړي.

کربي ویلي چې د شمالي کوریا سرتېرو د اکتوبر په پيل او منځ کې د خپل سمندري سرحد وانسن څخه په کښتیو کې د روسیې ولادیوستوک ته سفر کړی او د ختیځې روسیې بېلابېلو روزنیزو مرکزونو ته رسېدلي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي: “چې د وضعیت د درک په اړه یې د اوکراین حکومت ته معلومات ورکړي او په سیمه کې له نورو شریکانو او ملګرو سره د دغه ډراماتیک ګروپي اقدام د عواقبو او زموږ د ممکن ځواب ورکولو په اړه سلا مشوره کوي.”

د ناټو استخباراتو هم په روسیه کې د شمالی کوریا د سرتېرو شتون تایید کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...