Home » افغانستان » امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی برېتانیا ته دنده سپارلې چې پاکستان او افغانستان سره نږدې کړي.

د خلیلزاد په وینا پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري چې افغانان باید درناوی ورته وکړي.

هغه زیاته کړې چې برېتانیا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره کوښښ کوي او هڅه به کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون رامنځ ته شي.

خلیلزاد په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. تر دې وړاندې هم ځينو رسنیو د پاکستاني او برېتانوي نظامیانو د راتګ په اړه ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظامي همکاریو لپاره هڅې روانې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...