Home » افغانستان » امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو ارزونه کوي
رویداد خبري آژانس

امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو ارزونه کوي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ځينو چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې له افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله‌والو طالبانو د هوايي بريدونو پيلولو په اړه غور کوي.

دې ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، که څه هم د يادو بريدونو د پيلولو په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې؛ خو پنټاګون د يادې موضوع په اړه ارزونې سر له اوسه پيل کړې دي.

د چارواکو په خبره، د امريکا له لوري به پر وسله‌والو طالبانو دا بريدونه هغه مهال کېږي چې د کابل په ګډون د افغانستان مهم ښارونه د يادې ډلې له لوري له خطر سره مخ شي.

امريکايي چارواکو نيويارک ټايمز ته زياته کړې چې د يادو بريدونو له ارزولو وروسته به بشپړ جزئيات له ولسمشر جوبايډن سره شريک شي او په دې اړه وروستۍ پرېکړه به هم نوموړی وکړي.

په راپور کې دغه راز زياته شوې، که څه هم ټاکل شوې تر راتلونکو ۲ مياشتو په افغانستان کې دېره بهرني ځواکونه خپل ټول مرکزونه افغان ځواکونو ته پرېږدي؛ خو امريکا به له افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله‌والو طالبانو هوايي بريدونه د فارس خليج له هېوادونو ترسره کوي.

له دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې د خپل نظامي حضور له پايته رسولو وروسته به له استثنايي حالت پرته هېڅ هوايي بريد ونه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...