Home » سیمه او نړی » امریکا د اسراییل او غزې په جګړه کې د سملاسي اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ

امریکا د اسراییل او غزې په جګړه کې د سملاسي اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ

امریکا پرون سه شنبه د کب لومړۍ نېټه په غزې کې د سملاسي اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړی دی.

د راپورونو له مخې، حماس د امریکا دا پرېکړه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا ویټو د اسرائيل د اشغال د اجنډا په ګټه وه او دا کار به د شخړې د بندېدو په اړه د نړیوالو د هڅو د مخنیوي او زموږ د خلکو د رنځ د زیاتېدو لامل شي.

خو له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند ملاتړ نه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند، جنرال پاټ رایډر په یوه خبري کنفرانس کې د غزې د تړانګ په اړه ویلي: “موږ د داسې اوربند ملاتړ نه کوو چې حماس ته د دې قوت ورکړي‌ چې د اسراییلو او نورو هېوادونو په اتباعو بریدونه وکړي.”

د ویلو ده چې دا درېیم ځل دی چې امریکا په غزه کې د اوربند سره مخالفت کوې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...