Home » سیمه او نړی » امریکا خپل سفارت په اوکراین کې تړلی

امریکا خپل سفارت په اوکراین کې تړلی

په اوکراین کې د امریکا سفارت ویلي چې، پر اوکراین د روسیې پراخو هوايي بریدونو معلومات یې ترلاسه کړي او دوی اړ شوي چې خپل سفارت په لنډ مهاله توګه وتړي.

د یاد سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د سفارت کارمندان یې خوندي ځایونو ته انتقال کړي او دغه راز یې خپلو ډیپلوماتانو ته خبر ورکړ چې، د یوې احتمالي هوایي حملې له کبله دې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او د سفارت چارې یې وځنډولې تر دې وروسته اسپانیا، ایټالیا او یونان په کییف کې خپل سفارتونه بند کړل.

دا په داسې حال کې امریکا د روسیې پر ضد اوکراین ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړه ده، چې د روسیې توند غبرګون یې راپارولی دی.

اوکراین د امریکا په لرې واټن وېشتونکو توغندي د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد له پولې ۱۲۰ کیلومتره لرې، بریانسک کې یو ښارګوټی په نښه کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...