یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي، د امریکا د ولسمشر، جو بایډن حکومت تېره اوونۍ د غزې پر جنوب رفح ښار د اسراییلو د ښکاره بریدونو سره په مخالفت کې اسراییلو ته د یو شمېر وسلو لېږدول بند کړي دي.
دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ښایي چې اسراییلي مشران به ډېر ژر په رفح برید وکړي، “موږ د اپرېل له پیل څخه اسراییلو ته د ځانکړو وسلو د لېږدولو په اړه څېړنه پیل کړې ده چې ښایی پر رفح د برید په ترڅ کې ترې ګټه واخلي.”
هغه ویلي: “د دې پلټنو په پایله کې، موږ تیره اوونۍ د وسلو یوه محموله ودروله چې پکې یو زر ۸۰۰ پونډي بمونه او یو شمېر نور شامل وو.”
په راپورونو کې ویل شوي چې بایډن هڅه کوي چې په رفح ښار د اسراییلو د بشپړ برید مخه ونیسي، چېرې چې په سلګونو زره فلسطینیانو د غزې له جګړې څخه پناه ور وړې ده.
خو اسراییلو په دې وروستیو کې د رفح کرښه نیولې او په دې سیمه کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ویل کېږي چې د اسراییلو پوځ لسګونه زره فلسطینیانو ته امر کړی چې سمدستي د رفح ښار له ختیځو سیمو ووځي.