د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون چارواکي وايي، د دوی استخباراتي مالومات او ارزونې ښيي چې داعش ممکن په څو مياشتو کې دننه په افغانستان کې يوه پياوړي حالت ته ورسېږي.
دا څرګندونې د پنټاګون د دفاع او پاليسۍ برخې مرستيال کولن کال پرون سېشنبه د (لړم په ۵مه) د کانګرېس پوځي خدمتونو کميټې ته کړې دي. نوموړي يادې کميټې ته په افغانستان کې د داعش په تړاو د خپلو استخباراتي ارزونو د وړاندې کولو ترڅنګ ويلي، دا ارزونې ښيي چې داعش ډله له ۶ مياشتو په کمه موده کې دا توان پيدا کړي، څو پر امريکا بريد وکړي.
نوموړي زياته کړې چې د استخباراتي مالومات پر بنسټ داعش هوډ لري چې د افغانستان له خاورې په ګټنې سره پر امريکا بريد ترسره کړي.
خو اسلامي امارت بيا دا رد کړې چې ګواکې داعش او نورې ډلې دې د افغانستان له خاورې په استفادې پر نورو هېوادونو بريدونو د بريد کولو وړتيا ولري.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، داعش ښايي په سيمه کې موجودوي خو په خبره يې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې يې پاتې وړې رېښې له منځه يوسي. نوموړي يو ځل بيا ډاډ ورکړی چې په هېڅ توګه ګاونډيو او نورې نړۍ ته د افغانستان له خاورې خطر نه پېښېږي.
د امريکايي چارواکو دا ارزونې داسې مهال دي، چې په دې وروستيو کې داعش ډلې پر عامو افغانانو خونړي بريدونه ترسره کړي دي.