Home » افغانستان » امريکا څلور افغانان له داعش سره د همکارۍ په تور د ترهګرۍ تور لېسټ کې داخل کړل

امريکا څلور افغانان له داعش سره د همکارۍ په تور د ترهګرۍ تور لېسټ کې داخل کړل

امريکا اعلان کړی چې څلور تنه افغان وګړي يې په دغه هېواد کې د داعش له خراسان څانګې سره د همکارۍ او يادې ډلې ته د مالي اسانتياوو د برابرولو په موخه د ترهګرۍ په تور لېسټ کې داخل کړي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يادو افغانانو نومونه سلطان عزيز عزام، ثناالله غفاري، مولوي رجب چې د نوموړي وزارت د مالوماتو له مخې د داعش خراسان څانګې په رهبرۍ کې دي او عصمت‌الله خلوزی چې مالي اسانتياوې ورته برابروي، ياد کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون دوشنبه د (لېندۍ په لومړۍ) رسنيو ته ويلي، امريکا له داعش سره د ترهګرۍ ضد وسيلو په کارونې مبارزې ته ژمنه ده او په خبره يې اجازه به ورنه کړي چې افغانستان بيا د ترهګرۍ پر ځاله بدل شي.

په همدې حال کې د تېر نظام مرستيال ولسمشر امرالله صالح ويلي، ثناالله غفاري د حقاني شبکې غړی او کورنۍ يې په پاکستان کې ده. نوموړي زياته کړې چې په تېره موده کې يې ټوله لارښوونه له حقاني شبکې ترلاسه کوله.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد بيا رسنو ته ويلي، د امريکا دا کار يوازې د داعش ډلې لويه ښودنه ده او له يادې ډلې سره په مبارزه کې مؤثر نه شي تمامېدای.

نوموړي ويلي چې عزام درې کاله وړاندې په ننګرهار کې وژل شوی او د پاتې نورو کسانو هويت مجهول دی چې دوی يې نه پېژني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...