د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د روسيې له لوري پر اوکراين د احتمالي بريد له امله د راپورته شويو اندېښنو رفعه کولو په موخه، د ختيځې اروپا په ځينو هېوادونو کې سرتېري ځای پر ځای کوي.
د پنټاګون وياند جان کېربي پرون چهارشنبه د (سلواغې په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا دا کار د خپلو متحدانو د امنيت خونديتوب په موخه کوي او هڅه کوي چې د امنيت ټينګښت په موخه، په ختيځ اروپا کې دفاعي پياوړتيا زياته کړي.
کېربي دا نه دي ويلي چې اروپا ته دا سرتېرې څه وخت لېږل کېږي؟ خو زياته کړې يې ده چې په نږدې ورځو کې به ۲زره سرتېري له امريکا څخه اروپا ته ولېږل شي.
د امريکا له لوري په ختيځه اروپا کې د سرتېرو ځای پر ځای کولو د پلان له مخې، ټاکل شوې چې ۱۷سوه تنه امريکا سرتېري به په پولنډ او ۳سوه هغه يې په جرمني کې ځای پر ځای شي.