امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د امريکا او روسيې ګډو ګټو په موخه يې د روسيې له چارواکو سره خبرې او سلا مشورې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د يادو خبرو لپاره يې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۲۴مه) په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړې استازي ضمير کابلوف او دغه راز يې د دغه هېواد د ملي امنيت له مرستيال سلاکار سره لېدلي دي.
نوموړي په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د ګډو ګټو پر سر د بحث ترڅنګ له نړيوالو سره د طالبانو له لوري پر شويو ژمنو او دغه راز پر يادو ژمنو د طالبانو درېدو پر اړتيا هم خبرې شوي دي.
د امريکا او روسيې چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو پر سر خبرې کوي چې له دې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي و، چې په افغانستان کې د کډوالۍ بحران مسووليت د لوېديځ هېوادونو پر غاړه دی.