Home » سیمه او نړی » امريکا: پر تايوان د چين بريد به يوه سټراټيژيک غلطي وي

امريکا: پر تايوان د چين بريد به يوه سټراټيژيک غلطي وي

د امريکا د ګډو ځواکونو قومندان جنرال مارک ميلي يو وار بيا له مالوماتو ورکولو پرته پر تايوان د چين له لوري د بريد کولو احتمال مطر کړی او ويلي يې دي، چې دا کار به د چين ستره غلطي وي.

نوموړي پرون چهارشنبه د (لړم په ۲۵مه) خبريالانو ته ويلي، چې پر تايوان د چين له لوري بريد د يوې داسې غلطۍ په توګه تلقي کېدای شي، لکه پر اوکراين چې روسيې بريد کړی.

ميلي پر اوکراين د روسيې بريد ته په اشارې سره ويلي، روسيې له بريد وړاندې دا نه وه اروزلې چې په اوکراين کې له مقاومت سره مخ کېدونکې ده او ښايي په شا شي.

هغه د چين ولسمشر شي جين پينګ هغې څرګندونو په اشارې چې سره چې د چين په خاوره کې يې د تايوان ټاپو د الحاق په اړه کړي ويلي دي، چې دا کار د چين لپاره لوړه بيه لري او له امله يې د نوموړي هېواد د اقتصادي او نظامي قدرت د پراخېدو مخه نيول کېدای شي.

مارک ميلي زياته کړې، که چين پر تايوان په راتلونکي کې بريد وکړي، نو ښايي دا کار د چين د پوځ پر سټراټيژيکې ماتې سبب شي او له سختو خطرونو سره به مخ شي.

ميلي جګړه پور لګښت بللې او زياته کړې يې ده، چې په ترڅ کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ مهمات هم ضايع کېږي او دا ټول هغه څه دي چې اقتصادي څرخ کراروي.

تايوان ته د امريکا د مشرانو جرګې د مشرې نانسې پلوسې له سفر وروسته، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوې؛ خو د دواړو هېوادونو ولسمشرانو دوې ورځې وړاندې په اندونيزيا کې د جي۲۰ هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره وليدل او دا هيله‌مندي يې زياته کړه، چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي مناسباتو کې ترينګلتيا بېرته کمه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...