Home » افغانستان » امريکا: ټول بانکونه پر ط.البانو د بنديزونو په پام کې نيولو پرته، افغانستان ته پيسې لېږلی شي

امريکا: ټول بانکونه پر ط.البانو د بنديزونو په پام کې نيولو پرته، افغانستان ته پيسې لېږلی شي

د امريکا خزانې وزارت اعلان کړی چې ټول نړيوال بانکونه پرته له دې چې پر ط.البانو د امريکا او نړيوالو بنديزونه په پام کې ونيسي، افغانستان ته د پيسو د لېږ او رالېږد معاملې ترسره کولی شي.

دې وزارت په خپله خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه ناوخته د (سلواغې په ۱۳مه) يې خپره کړې، له خيريه بنسټونو غوښتي چې له وېرې پرته په افغانستان کې ښوونکو او روغتيايي کارکوونکو ته پيسې ولېږدوي.

له دې وړاندې د امريکا خزانې وزارت د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په سپټمبر او ډسمبر کې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو په موخه د پيسو د لېږد رالېږد کړنلار وړاندې کړې وه، خو پر دې سربېره هم نړيوالو بانکونو افغانستان ته د پيسو په لېږلو کې له احتياط کار اخيست.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو د کموالي له امله موده وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړ، چې دا مهال په افغانستان کې ۳۹ ميليونه خلک چې د دغه هېواد له نيمايي نفوس زياته برخه جوړوي، له لوږې سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...