د امريکا بهرنيو چار وزير انټوني بلېنکن وايي، په افغانستان کې لا هم د بشري حقونو نقض دوام لري او غوښتنه يې کړې چې د دغه کار د مخنيوي لپاره بايد د نړيوالو هڅې دوه برابره شي.
نوموړي پرون سېشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې ته د خبرو پرمهال ويلي، په افغانستان کې بشري ناورين مخ پرزياتېدو دی او وضعيت ته په کتو اړتيا ده چې پر طالبانو فشارونه راوړل شي، څو بلېنکن په خبره دا ډله د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
په همدې حال کې انټوني بلېنکن له طالبانو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ښځينه اعتراض کوونکو او خبريالانو ناحقه نيول او غچ اخيستنه پای ته ورسوي او ټينګار يې کړی چې په هره برخه کې دې افغانانو ته د کار کولو او زدهکړو اجازه ورکړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د امريکا په شمول د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه هم په افغانستان کې د بشري حقونو د تحقق په اړه ډاډه نه دي.
له دې وړاندې اروپايي ټولنې، جرمني او برېتانيا نيوکه کړې وه چې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې تصفوي عمليات او له اجازې پرته د خلکو کورونو ته د ننه کېدل، د بشري حقونو د نقض ښکاره بېلګه ده.