د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، چې د روسيې د نظامي بريد پر خلاف به تل د اوکراين په څنګ کې درېږي او پر وړاندې به يې له اوکراين سره هر راز بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي نن پنجشنبه د (غبرګولي په ۲۶مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې نن يې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره پر ټليفون خبرې کړې او له اوکراين سره د امريکا له لوري شوو ژمنو ته د پابند پاتې کېدو په تړاو يې ډاډ ورکړی دی.
بايډن زياته کړې، چې له اوکراين سره پر خپلو تعهداتو د درېدو ترڅنګ، امريکا غواړي دې هېواد ته تازه د ۱.۲ مېليارد ډالرو په ارزښت امنيتي او بشري مرستې هم ورکړي.
له دې وړاندې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي په وار وار له امريکا او د هغې له اروپايي متحدانو غوښتي وو، چې د روسيې پر وړاندې په جګړې کې يې يوازې پرېنږدي.
نوموړي ټينګار کړی و چې پر اوکراين د روسيې د بريد په شا تمبولو لپاره، د امريکا او اروپايي ټولنې له لوري نورو اضافي مرستو ته اړتيا ده.