Home » افغانستان » امريکا: طالبان نور په هيڅ صورت د باور وړ نه دي

امريکا: طالبان نور په هيڅ صورت د باور وړ نه دي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت چارواکي وایي، چې ط.البانو تل خپلې ژمنې ماتې کړي او له همدې کبله دغه ډله نور د هېڅ ډول باور وړ نه ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو په دوحې کې له هوکړې وروسته له امريکا او خپلو خلکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او له همدې کبله يې باور له لاسه ورکړیدی.

نوموړي زياته کړې، په کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري موجوديت او نوموړي ته د پنا ورکول، د طالبانو له لوري د ژمنو ماتولو ښکاره ثبوت دی.

نېډ پرايس ويلي، د امريکا لپاره د حيرانتيا وړ دا ده، چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په کابل کې مېشت دی او په خبره يې يې د حقاني شبکې مهم غړي يې په اړه مالومات هم لري، خو زياتوي چې پر دې سربېره هم طالبان پر دې کار سترګې پټوي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا اوس هم د طالبانو له لوري د دوحې هوکړې عملي کول اروزي؛ خو وايي نور په دې برخه کې پر طالبانو باور نه شي کېدای.

خو د افغانستان سرپرست حکومت تل ويلي، د دوحې هوکړې ته پابند پاتې شوي او ټينګار يې کړی چې امريکا دې په خپله له دې هوکړې سرغړونه نه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...