Home » سیمه او نړی » امريکا: روسيې په اوکراين کې د جګړې لپاره له چين د نظامي مرستې غوښتنه کړې

امريکا: روسيې په اوکراين کې د جګړې لپاره له چين د نظامي مرستې غوښتنه کړې

امريکا ادعا کړې چې روسيې له چين څخه غوښتنه کړې، څو په اوکراين کې د جګړې لپاره نظامي مرسته او همکاري ورسره وکړي.

د يادې ادعا له مخې، روسيه د اوکراين په جګړې د کمزورې کېدو په حال کې ده او له همدې کبله يې خپل متحد چين ته د مرستې ترلاسه کولو په موخه لاس اوږد کړی.

امريکا دا ادعا وروسته له هغې کوي، چې ټاکل شوې نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) د چين او امريکا استازي په اېټاليې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مهمو مسايلو خبرې وکړي.

له دې سره ټاکل شوې چې نن دوشنبه د روسي او اوکرايني پلاويو ترمنځ  هم د سولې درېيم پړاو خبرې ترسره شي. له دې وړاندې د اوکراين او روسيې بهرنيو چارو وزيران د ترکيې په منځګړيتوب په انتاليا کې مخامخ خبرې وکړې؛ خو کومه احساسېدونکې پايله يې نه لرله.

اوس تمه ده چې د اوکراين او روسيې ننني مذاکرات به د جګړې په درولو کې مثبته پايله ولري او د جګړې له سيمو به پرته له کومې ستونزې اوکرايني وګړي ووځي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...