د امريکا بهرنيو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان کړه چې په واشنګټن او دوو نورو ښارونو کې يې د افغانستان د سفارت او کونسلګيريو د ساتنې مسووليت اخيستی دی.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي، دامهال د امريکا دولت د افغانستان سفارت او کونسلګيريو ودانيو او نورو اړينو توکو د ساتنې مسووليت لري او نور هېڅوک به ورته لاسرسی ونه لري.
په بيان کې دا هم ويل شوي، چې د امريکا حکومت تر پرېکړې او په افغانستان کې د يوه قانوني او مشروع حکومت تر رامنځته کېدو پورې به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړل شي، څو د افغانستان اړوند د سفارت او کونسلګيريو ودانيو ته دننه شي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نيويارک او لاسنجلېس کې د افغانستان کولسګيرۍ، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته وتړل شوې. د ياد سفارت د تړل کېدو اصلي علت اقتصادي ستونزې بلل شوي دي.