د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د تېرو کلونو پرمهال د ترسره شوو جنګي جرمونو د څېړلو پرېکړې له اعلان وروسته، امريکا تازه په دې اړه غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې مخالفت يې کړی دی.
دې محکمې ويلي، چې د قاضيانو په غوښتنه يې غواړي په افغانستان کې ترسره شوي هغه جنګي جنايتونه وڅېړي، چې د مخکينيو افغان ځواکونو، امريکايي ځواکونو او طالبانو له لوري ترسره شوي دي.
خو د امريکا ملي امنيت شورا په يوه بيان کې ويلي، دوی په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د چلند څېړلو په اړه د جرمونو نړيوالې محکمې له کومې هڅې نه دي خبر او زياتوي، فکر نه کوي چې دې کار ته دې اړتيا وي.
د جرمونو نړيوالې محکمې يا ICC امر کړی، چې په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو په اړه څېړنې پيل او پايله دې يې علني شي.
د يادې محکمې قاضيانو د دې امر له صادرولو سره سم ويلي، چې دا مهال په افغانستان کې واکمن سرپرست حکومت د ادعا شوو جرمونو په څېړلو کې ريښتينی عمل نه کوي او له همدې کبله اړتيا ده چې د جرمونو نړيواله محکمه په دې اړه څېړنې وکړي.
ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو د څېړلو قضيه به د جرمونو نړيوالې محکمې قاضي کريم خان له لوري پر مخ يووړل شي. نوموړي په افغانستان کې د سياسي بدلون په لومړيو کې هم د نوموړې محکمې له قاضيانو غوښتي وو، چې په افغانستان کې لا هم جرمونه دوام لري او اجازه دې ورکړي چې ياد جرمونه وڅېړل شي.