د امريکا بهرنيو چارو وزارت يوه جګپوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي، لا هم زيات احتمال شته چې روسيه به پر اوکراين وسلهوال بريد وکړي.
دې چارواکي چې نوم يې نه دی ښودلی شوی ويلي، امريکا د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د خپل سفارت ډېری کارکوونکو ته امر کړی چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته امريکا ته ستانه شي.
په راپورونو کې د نوموړي له قوله ويل شوي، په دې چاره کې د امريکا د سفارت ځايي کارکوونکو ته هم اختيا ورکړل شوی چې په خپل هېواد يعنې اوکراين کې پاتې کېږي؟ او که غواړي امريکا ته و ايستل شي.
په راپورونو کې د بهرنيو چارو وزارت د ياد چارواکي له قوله ويل شوي، دا پرېکړه يو احتياطي عمل دی او په خبره يې نه شي کولی چې د روسيې پر وړاندې له اوکراين څخه د امريکا ملاتړ ته زيان ورسوي.
په وروستيو کې امريکا او لوېديځ هېوادونو ادعا کړې چې روسيې له اوکراين سره پر پوله سل زره سرتېري ځای پر ځای کړي او پر دغه هېواد د بريد پلان لري.