Home » افغانستان » امريکا: د الوتکې پرواز چې د تخليې پرمهال ۲ افغانان ترې ولوېدل، مناست عمل کړی

امريکا: د الوتکې پرواز چې د تخليې پرمهال ۲ افغانان ترې ولوېدل، مناست عمل کړی

امريکايي چارواکو د هغې پېښې مسووليت رد کړی، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د کابل له هوايي ډګر والوته او دوه تنه ترې را پرېوتل.

اسوشيېټيډ پرېس اژانس د امريکا هوايي ځواک د وياند ان سټيفانو له قوله ويلي، چې هغه مهال د امريکا يوې C17 ډوله باروړونکې الوتکې عمله له امنيتي ناسم وضعيت سره مخ شوه او په همدې اساس يې د الوت پرېکړه وکړه.

نوموړي ويلي، چې د يادې الوتکې عملې د الوتلو په اړه مناسب عمل کړی او هېڅ پړه نه شي ورته راجع کېدای.

د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ په ۱۵مه کابل ته د اسلامي امارت ځواکونو له ننوتو وروسته، ځيني افغانان د کابل هوايي ډګر ته ننوتل څو د بهرنيو ځواکونو له لوري د تخليې په پروسه کې بهر ته د تګ لار پيدا کړي.

په دې جريان کې اخيستل شوې ويډيوګانې او انځورونه ښيي چې ځينې کسان د امريکا هوايي ځواک يوې باروړونکې الوتې پر باډۍ ناست دي.

د يادې الوتکې له الوتو څو شېبې وروسته دوه تنه ترې بېرته را پرېوتل او مړه شول.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...