د امريکا بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد ماليې وزارت د افغانستان پر ځينو مالي برخو خپل بنديزونه لغوه کړي دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، ماليې وزارت يې د تازه اقدام له مخې په افغانستان کې د اقتصادي کمزورۍ مخنيوي او دغلته د بشردوستانه مرستو د دوام لپاره جواز صادر کړی دی.
د دغه جواز له مخې، د افغانستان سوداګريز نظام، خصوصي سکټور، مخابراتي شرکتونه او بانکونه له دې وروسته له هېڅ ډول بنديز سره نه دي مخ او په جوازه کې اجازه ورکړل شوې چې له نړيوالو مالي بنسټونو او ادارو سره ازاده راکړه ورکړه وکړي.
په دې جواز کې دغه راز له ځينو دولتي ادارو هم وضعه شوي محدوديتونه لرې شوي او ډاډ ورکړل شوی چې سوداګر او نړيوال بانکونه ورسره په ډاډه زړه راکړه ورکړه کولی شي.
له دې تازه جواز سره به چې د امريکا ماليې وزارت له لوري صادر شوی، د افغانستان بانکي سيسټم بېرته له نړيوالو بانکونو او مالي سازمانونو سره د تېر په څېر وصل او فعاليت ته به دوام ورکړي.