Home » افغانستان » امريکا: افغان ميرمنې بايد د ټولنې په ټولو چارو کې شاملې شي

امريکا: افغان ميرمنې بايد د ټولنې په ټولو چارو کې شاملې شي

امريکايي چارواکو يو وار بيا له افغان ميرمنو څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې ښخې بايد په محدوديتونو کې ونه ساتل شي.

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کيري تازه نن سې‌شنبه د (کب به ۱۷مه) د مارچ اتمې په مناسبت چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده ويلي، چې هېواد يې په هر حالت کې د افغان ميرمنو او نجونو ملاتړ کوي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د افغانستان امنیت او سوکالي په ميرمنو پورې اړه لرې او زياته کړې يې ده چې ښځې او نجونې بايد په افغانستان کې دا فرصت ولرې، څو د زده کړو او کار په ګډون د ټولنې په ټولو برخو کې په بشپړه توګه شاملې شې.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو هم د افغان ميرمنو د حقونو پر خونديتوب تينګار کړی او ويلي يې دي چې ميرمنې هم بايد د افغانستان نورو اقشار په څېر برابره ونډه ولري.

په افغانستان کې د ملکرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاينز په يوه خبرپاڼه کې په دې اړه زياته کړې، که څه هم د افغان ميرمنو او نجونو وضعيت د اندېښنې وړ دی؛ خو حکومت بايد د يوه مسوول بنسټ په توګه د دوی هر اړخيز حقونه او ستونزې په پام کې ونيسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...