د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه (د مرغومي۲۹مه نېټه) د شپږ نیمو بجو په راپور کې ویلي، چې په کابل کې وروستي ترهګریز او هدفي وژنې د طالبانو له لوري ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د ناپېژندو وسله والو په برید کې د افغانستان د سترې محکمې دوه قاضیانې ووژل شوې او دوه نور یې په کې ټپیانې شوې.
امرالله صالح د پروني برید په غبرګون کې ویلي:” د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر فرصت کې بښل کېږي او د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي ددې لپاره چې په کابل او نورو ښارونو کې د جنایتونو کچه راټيټه کړل شي نو باید بندي طالبان اعدام شي.”
هغه ټینګار کوي چې په دې سره به د جرمونو کچه راټيټه کړل شي او د نورو لپاره به عبرت وي.
امرالله صالح داسې مهال د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو طالبان او حکومت د سولې پر ځای تر ډېره پر جګړو او ناندریو څرګندونې لري. دې مسئلې عامو افغانانو ته اندېښنې پارولې دي او پر سوله یې دوی بې باوره کړي دي.