Home » افغانستان » امرالله صالح: په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودونو مخنیوی شوی
رویداد خبري آژانس
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

امرالله صالح: په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودونو مخنیوی شوی

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودونو مخنیوی کړی دی.

امرالله صالح نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه نېټه) په خپله فېسوک پاڼه لیکلي، چې طالبان او حقاني ډله د داعش له نوم په استفادې په ښارونو کې د ملکي خلکو په موټرو او ټکسیو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.

د ښاغلي صالح په وینا، د یادو بریدونو مخنیوي په برخه کې باید خلک له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي:”په ښاري موټرو او ټکسیو کې چې کله مو له څنګ څخه څوک ښکته کېږي، پام وکړئ چې کوم شی په موټر کې ځای پر ځای نه کړي.”

د نوموړي په وینا، طالب او داعش اوس له دې تخنیک په استفادې په موټرو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.

همدا پرون ماښام د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ملکي خلکو پر موټرو چاودونو کې ۱۰ ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

بل‌خوا یوناما هم په دې وروستیو کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او د جګړې له دواړو خواوو یې غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...