Home » افغانستان » امرالله صالح حکمتیار ته؛ وسلې نه قاچاقوو،له قانوني لارو یې اخیستی شو
رویداد خبري آژانس

امرالله صالح حکمتیار ته؛ وسلې نه قاچاقوو،له قانوني لارو یې اخیستی شو

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ګلبدین حکمتیار پر پرونیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې حکمتیار تل د واک تږی و او هر لوري ته یې لاس اچولی چې ارګ ته یې ورسوي، خو په څلوېښتو کلونو کې خپل دې ارمان ته نه دی رسېدلی.

صالح ویلي د حکمتیار دا ادعا ناسمه ده چې ګواکي حکومت له قاچاقي لارو وسلې راوړي، دده په خبره افغانستان په قانوني توګه وسلې پېرلی شي نو اړتیا نه لري چې له قاچاقي لارو یې راوړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې حکمتیار اوس له جګړو خبرو ته راغلی دی او د مسئلې دې برخې ته باید درناوی وشي.

‏بل لوري ته د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د ګلبدین حکمتیار د تېرې ورځې څرګندونو ته په ځواب کې وویل:”ولس تیرو ترخو تجربو ته په کتو سره ددې ترڅنګ چې دنظام ملاتړ کوي چاته اجازه نه ورکوي چې په زور حکومت وکړي او ارګ ته ننوزي.”‏

هغه زیاته کړې چې دافغانستان امنیتي او دفاعي قواوي دجمهوریت ساتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ارګ تورن کړ چې له یاد حزب سره یې پر کړي تړون عمل نه دی کړی.هغه وویل چې له حکومت سره تر سولې وروسته یې یو شمېر کسان بیرته نیول شوي او ځینې ترور شوي دي.

نوموړي ګواښ وکړ که چیري ارګ ورسره پر کړو ژمنو عمل ونه کړي او پاتې بندیان یې ازاد نه کړي په پراخو لاریونونو به لاس پوري او ارګ به محاصره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...