د افغاني سرې میاشتې ټولنه خبر ورکوي ۸۹ هغه ماشومان چې د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، المان ته د درملنې په موخه لیږلي دي.
یادې ټولنې په خپله اېکس پاڼه خپارکړي چې دغه ماشومان یې(پنجشنبه،د لړم١٧مه)د درملنې لپاره جرمني ته د لېږلي دي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې زیاته کړې چې، له دې وړاندې یې ۴۵ نور ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له څو لسیزو راهیسې افغان ماشومان چې سخت سوځېدلي وي، یا هم په ځینو ناروغیو اخته وي، د جرمني د«سولې کلي»خیریه بنسټ په مرسته د درملنې لپاره لېږل کېږي.
