Home » افغانستان » افغانستان کې ۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې ۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۲ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړه شوي او یو شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۴۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۵ زره او ۸۶۸ ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو بللی خو زیاته کړې یې ده چې هېوادوال باید د کرونا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...