د افغانستان حکومت نن د زمري اوومه د بیرغ ملي ورځ اعلان کړې ده. په دې ورځ ملي بیرغ په ټول هېواد کې رپاند وي.
افغان ملي بیرغ تېرو سلو کلونو کې بدل شوی دی. هر حکومت او سیاسي ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري او سیاسي او فکري اخیستون له مخې یې د دغه هېواد بیرغ بدل یا یې پکې بدلون راوستلی دی.
په افغانستان کې د لومړي ځل په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شو.
له تور، سور او زرغون رنګونو جوړ ملي بیرغ په ۱۹۲۸م کال کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په لویه جرګه کې تصویب شو له هغې وړاندې د افغانستان بیرغ په منځ کې د یوه دولتي نښان له لرلو سره تور دنګ درلود.
خو په وروستیو دورو کې څو ځله د افغانستان ملي بیرغ بدلون موندلی دی.
د امان الله خان له واکمنۍ نژدې پنځوس کاله وروسته هم د امانیه د دورې بیرغ د اعتبار وړ و خو له هغې وروسته پکې ځینې سیاسي بدلونونه راغلل.
د بېلګې په توګه په شپیتمه لسیزه کې د خلق ډیموکراټیک ګوند تر رهبرۍ لاندې حکومت د افغانستان د بیرغ رنګ سور وټاکه چې د خلقیانو ځانګړی نښان هم پکې وو، له هغې وروسته په اویایمه لسیزه کې د مجاهدینو حکومت بیا د افغانستان د بیرغ لپاره تور، شین او سپین رنګونه غوره کړه، د طالبانو په پنځه کالنه دوره کې بیا د افغانستان بیرغ سپین رنګ ته بدل شو چې په منځ کې يي کلمه هم لیکل شوي وه.
خو لکه د هر حکومت په څېر دې رنګارنګ رنګونو ډېر دوام ونکړ بلکې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره د ۱۳۸۲ کال لويي جرګې یو ځل بیا د امانیه دورې بیرغ رنګونه تصویب کړل، چې لا هم د افغانستان د ملي نښان په توګه د دغه هېواد په بېلابېلو ځایونو او له هېواده بهیر رسمي استازولیو رپېږي.
تور، سور او زرغون، د افغانستان د بیرغ درې رنګه دي چې له کیڼ څخه ښي اړخ ته په عمودي مستطیل ډول پراته دي. د افغانستان ملي نښان هم په دې بیرغ کې ځای لري. د افغانستان د بیرغ او ملي نښان مشخصات د اساسي قانون په نولسمه ماده کې تشریح شوي دي. خو دغه رنګونه او نښان څه معنی لري او د افغانستان بیرغ په تیرو سلو کلونو کې څه ډول سفر کړی دی؟
رنګارنګ تاریخ
افغان څیړونکی او د افغانستان د علومو اکاډمي غړي حبیب الله رفیع، د افغانستان د بیرغ په اړه څیړني کړي دي. هغه وایي چې د افغانستان د اوسني بیرغ رنګونه د پغمان په لویه جرګه کې چې په ۱۳۰۷لمریز کال کې جوړه شوه، تعین شوي دي. هغه وخت دغه بیرغ د شاه امان الله خان، له خوا د تور بیرغ پر ځای وکارول شول.
رفیع د دغو رنګونو د انتخاب په اړه وایي چې د بیرغ تور رنګ د افغانستان د تاریخ د استعمار د تورې برخې نښان دی، سور رنګ یې د استعمار پر وړاندې د خلکو مبارزه ښيي او زرغون یې بیا د آزادي او هوسایي څرګندويي کوي.
د رفیع په خبره د افغانستان بیرغ د حبیب الله کلکاني، د واکمنۍ پر مهال بدلون وموند خو تر هغه وروسته واکمنانو بیا تر همدې درې رنګه بیرغ لاندې حکومت کاوه. سردار محمد داود خان یو ځل بیا بیرغ ته بدلون ورکړ او تر هغه وروسته د خلق دیموکراتیک ګوند هم د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان بیرغ په بشپړه توګه بدل کړ.
د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله، د واکمنۍ پر مهال هم د بیرغ رنګ بدل شو او بیا په افغانستان کې د نجیب د نظام تر ړنګیدو وروسته، بل بیرغ پورته شو. د طالبانو بیرغ که څه هم په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل شوې، خو هغه مهال چې دغې ډلې د افغانستان پر ډیره برخه کنترول درلود، نو سپین بیرغ یې پورته کړی وو.
رفیع وایي چې د افغانستان په بیرغ کې بدلون ډیر د دې هیواد د حاکمانو په خوښه شوی دی. خو هغه ټینګار کوي چې اوسنی بیرغ د افغانستان د ټولو اوسیدونکو استازیتوب کوي.
د اماني دورې لومړۍ بیرغ
سل کاله مخکې یعنې په ۱۹۱۹م (۱۲۹۸) کال کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان د بیرغ رنګ تور وو. په سپین رنګ کې محراب او منبر پر دغه بیرغ باندې کښل شوي وو. شاهي تاج او دوه تورې چې د حکومتولۍ او قدرت سمبولونه وو، هم په دغه بیرغ کې ځای پر ځای شوي وو.
د افغانستان لومړۍ درې رنګه بیرغ
د افغانستان دري رنګه بیرغ (تور، سور، زرغون) په ۱۳۰۷م کال د لومړي ځل له پاره د امان الله له خوا وړاندیز شو او د پغمان لویې جرګې تائید کړ. تور رنګ د تیرې تورې دورې، سور د آزادۍ له پاره د خلکو د مبارزې او زرغون رنګ د آزادۍ له پار په دغه بیرغ کارول شوي وو. په دغه بیرغ د ملي نښان په توګه د غنمو دوه وږي، د لمر وړانګې، ستوری او د «الله» او «محمد» ټکې هم راغلي وو.
د امیر حبیب الله کلکاني دورې ته منسوب بیرغ
د امیر حبیب الله کلکانې دورې (له ۱۳۰۷لمریز کال څخه تر ۱۳۰۸لمریز کاله پورې) د بیرغ د رنګ او ملي نښان په هکله زیات معلومات نه شته، خو ځینو منابعو دغه بیرغ د هغه د دولت د بیرغ په توګه وړاندې کړی دی.
لومړۍ نادرشاهي بیرغ
محمد نادر شاه له ۱۳۰۸ څخه تر ۱۳۱۲ لمریز کاله پورې د افغانستان پاچا وو. د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې یې د امان الله خان د وخت بیرغ کاروه خو په دغه بیرغ کې یې د ملي نښان په توګه، د خپلواکۍ د وخت د بیرغ نښان راوستی وو.
د شاهي دورې دوهم بیرغ
په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د محمد نادر شاه دولت، د بیرغ ملي نښان ته تغیر ورکړ. افغانستان نور ۴۱ کاله د نادر شاه او د هغه د زوی محمد ظاهر شاه د حکمرانۍ پر مهال همدغه بیرغ او نښان د ملي بیرغ او نښان په توګه کاروه. د دغه بیرغ په ملي نښان کې محراب او منبر، د غنمو دوه وږي شامل وو.
د سردار محمد داوود د دورې بیرغ
سردار محمد داوود خان چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې یې د یوې کودتا په ترڅ کې قدرت په لاس کې واخیست او د افغانستان نظام یې له شاهي څخه په جمهوریت واړاوه د افغانستان بیرغ او ملي نښان هم بدل کړل. د محمد داوود خان د وخت بیرغ هم تور، سور او زرغون رنګونه لرل. زرغون رنګ د بیرغ نیمه برخه جوړوله. په دغه بیرغ کې ملي نښان، د غنمو دوه وږي، محراب او منبر، باز، د لمر وړانګې او د «افغانستان جمهوریت» عبارت کارول شوي وو.
د «خلق دیموکراتیک ګوند» د حکومت بیرغ
د خلق دیموکراتیک ګوند چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د ثور په میاشت کې د یوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسید، دغه سور رنګه بیرغ د خپل حکومت د بیرغ په توګه غوره کړ. د نور محمد ترکي (د ۱۳۵۷ د ثور میاشتې له اوومې څخه د ۱۳۵۸ کال د میزان تر ۱۸مې پور) او حفیظ الله امین (د ۱۳۵۷ د میزان له ۱۸مې څخه د جدي تر شپږمې پورې) د کمونستي دورې د جمهوري ریاست په موده همدا بیرغ کاریده.
د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د وخت بیرغونه
د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې له خوا تر کودتا وروسته، د افغانستان بیرغ بیا درې رنګه شو. په دغه بیرغ کې د غنمو وږي، د ماشین څرخ، محراب او منبر او همداشان د لمر وړاندې راغلې وې.
د افغانستان د اسلامي دولت بیرغ
د مجاهدینو واک ته تر رسیدو وروسته، په کابل کې اسلامي دولت جوړ شو او د افغانستان د بیرغ له رنګونو څخه یې، سور پر سپین واړاوه. د صبغت الله مجددي (۱۳۷۱) او برهان الدین رباني (له ۱۳۷۱څخه تر ۱۳۸۰) جمهوري ریاست په دورو کې د دغه بیرغ په نښان کې مذهبي سمبوله، د لمر وړانګې، د غنم دوه وږي او دوه تورې راغلې وې.
د طالبانو د رژیم بیرغ
طالبانو هم چې له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ لمریز کاله پورې یې په کابل کې حکومت کوه، خپل سپین بیرغ پورته کړ. خو د مجاهدینو د دورې تور، سپین او زرغون بیرغ تر ۲۰۰۱م کاله پورې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د رسمي بیرغ په توګه په رسمیت پیژندل کیده.
اوسنی بیرغ
د افغانستان اوسنی بیرغ او ملي نښان د ۲۰۰۱م کال په لویه جرګه کې انتخاب شول. په ملي بیرغ کې د دین د سمبول په توګه محراب او منبر، کلمه طیبه او د «الله اکبر» عبارت شامل کړل شوي. په ملي بیرغ کې همداراز د غنمو دوه وږي او د لمر وړانګې شاملې دي. سربیره پر دې، د بیرغ په نښان کې دوه کوچني بیرغونه تاریخي ارزښت لري او د «افغانستان» نوم او «۱۲۹۸ لمریز کال» چې د خپلواکۍ د بیرته ګټلو کال دی، هم په کې ځای لري.
خبریال: صفت الله ستانکزی