Home » افغانستان » افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین نن پیلېږي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین نن پیلېږي

نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین پیلېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې په کې به نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین شي.

د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري تېره ورځ وویل، د کرونا په خاطر د واکسین لړۍ درېدلې وه: “په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد. دا کار د دې لامل شو چې ټول هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي.”

تېر ۲۰۲۰ میلادي کال افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه وروستي هېوادونه چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثتبیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...