Home » اقتصادی » افغانستان کې د جګړو له کبله ۴۹ زره کسان بېځایه شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې د جګړو له کبله ۴۹ زره کسان بېځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو له کبله ۴۹ زره کسان له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

اوچا پرون چهارشنبه (د وري څلورمه) په یوه ټویټ کې لیکلي، په هېواد کې دننه ډېری دغه بې‌ځایه شوي تر اوسه په کډوالۍ کې ژوند تېروي او د جګړو د دوام او بې‌وزلۍ له امله بېرته خپلو اصلي مېنو ته نه‌شي ستنېدلی.

د اوچا په وینا د دغو بې‌ځایه شویو لویه برخه په سلو کې ۵۹یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

هلمند، کندهار، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، بلخ، سر پل،سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، بغلان، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې یو شمیر کورنۍ یې د جګړو له امله ورڅخه بېځایه شوي دي.

اوچا همدارنګه زیاته کړې چې په د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ایران هیواد څخه هم ۱۵۴زره او له پاکستان څخه ۱۶۰۰ کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبورا لاینز وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان پر وضعیت خبرو ته ځانګړې شوې وه، په دې هېواد کې د شخړو د کمېدو او د بشري مرستو د زیاتېدو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د مرستو رسولو مهمو غیر دولتي مؤسسو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپل فعالیتونه مخ ته یوسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...