نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه نېټه) د افغانستان دکرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې له لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې دوهمه ټېسټ سیالۍ پیلوي
دا لوبه نن ۱۰ بجې په ابوظبۍ کې ده او تېره اوونۍ د دغو دوو لوبډلو ترمنځ لومړی ټېسټ زیمبابوې د لس ویکټو په توپیر ګټلی و.
په تېره لوبه کې د افغانستان او نړۍ پيژندل شوی توپ اچوونکی راشد خان د ګوتې د ټپي کېدو له امله په لوبه کې برخه نه وه اخېستې.