د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت وايي دوی په دې هڅه کې دي چې سږ کال اماراتو ته د صادراتو کچه څو برابره کړي.
د یاد وزارت د طبعیي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري رسنیو ته ویلي چې ۱۳ کرنیز توکي چې کولای شي د متحده عربي اماراتو د مارکېټ غوښتنې ته ځواب ورکړي، باید په جدې توګه پرې کار وشي.
غفوري وویل له هغو سوداګرو چې متحده عربي اماراتو ته کرنیز محصولات صادروي، د پروسس، بسته بندۍ، سرټیفکېټونو او د مېوو او سبو سټنډرد کولو په برخه کې یې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې کړې دي.
امارات د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار دی او له څو کالو را په دې خوا د افغانستان یو شمېر بڼوالۍ او کرنیز بېلابېل محصولات متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.