Home » افغانستان » افغان ځواکونو هغه ۹ کسیزه ډله نیولې چې پر سرور دانش یې د برید پلان درلود
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش

افغان ځواکونو هغه ۹ کسیزه ډله نیولې چې پر سرور دانش یې د برید پلان درلود

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس وایي، هغه نهه کسیزه ډله یې نیولې چې د جمهور رییس پر دوهم مرستیال سرور دانش یې د برید پلان درلود.

د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج پرون شنبه (د غویي ۴مه نېټه) په کابل د امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې وویل، د نیول شوې ډلې یو شمېر نور غړي تر تعقیب لاندې دي: “موږ درې څلور ورځې وړاندې یوه ترهګریزه ډله ونیوله چې د افغانستان د جمهور رییس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود، ددې ډلې ۹ کسان نیول شوي دي.”

سراج وايي، نیول شوې ډلې همدا راز پلان درلود چې د افغانستان په مدني فعالانو هم بریدونه ترسره کړي خو موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شول.

د افغانستان ملي امنیت په داسې حال کې ددغې ډلې د نیول کېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو ګراف د راپورونو له مخې بیا لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...