Home » افغانستان » افغان ولسمشر:د بې‌ثباتۍ مخنیوي لپاره داخلي او بهرني مشورې روانې دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر:د بې‌ثباتۍ مخنیوي لپاره داخلي او بهرني مشورې روانې دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد روان وضعیت په اړه نن شنبه (د زمري ۲۳مه نېټه) ماسپیښن په خپل پیغام کې وویل، چې افغانستان د بې ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخ دی.

ولسمشر وویل، چې د افغانستان له روان وضعیت خبر دی او هڅه کوي، چې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو مخنیوی وکړي. هغه وویل:د یوه تاریخي رسالت په توګه هڅه کوم روانه تپل شوې جګړه د خلکو د وژنې، د لاسته راوړنو له منځه تللو او بې ثباتۍ د دوام لامل نه شي.

د ولسمشر غني په خبره، د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون یې له خپل بهرني همکارانو سره د مشورو لړۍ پیل کړې او ډېر ژر به د دغو مشورو پایله له ولس شره شریکه کړي.

ولسمشر غني دغه راز په خپلو خبرو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د حکومت لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاسه لاندې دي.

ولسمشر غني یادې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې طالبانو د افغانستان د ۱۵ ولایتونونو مرکزونه نیولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...