Home » افغانستان » افغان ولسمشر یو ځل بیا له طالب وسله والو د اوربند غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر یو ځل بیا له طالب وسله والو د اوربند غوښتنه کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړل شي.

ولسمشر غني په دغه خبرپاڼه کې له طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده او په خبره یې افغان جګړه د خبرو له لارې باید پای ته ورسول شي، اوربند دې رامنځ ته شي او د خبرو ادامه باید د تاوتریخوالي د ختمېدو سبب شي.

ښاغلي غني تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو یادې ډلې یې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی او وایي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به پر دې مسئله بحثونه کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...