د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي که د سولې روانې خبرې ناکامې شي د نورو هېوادونو په پرتله پاکستان ته ډېر زیان اوړي.
افغان ولسمشر دغه خبرې د ایکو سازمان سرمشریزې په آنلاین غونډه کې وکړې، نوموړي وویل پاکستان په افغانستان ته تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولای شي.
ولسمشر همدازا وویل د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي.
په دې آنلاین غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خبرې وکړې، عمران خان وویل افغانستان کې سوله د اېکو سازمان هېوادونو او سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د افغان سولې لپاره روانې خبرې به مثبته پایله ولري.
یاده دې وي چې افغان ولسمشر غني دا هم وویل چې یوازې یو ټاکل شوي ولسمشر ته به واک پرېږدي، ځکه اساسي قانون د کوم بل ډول جوړجاړي یا معاملې اجازه نه ورکوي.