افغان لسمشر محمد اشرف غني وایي افغانستان اوس په داسې یوه وضعیت کې دی چې لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وکړي.
ولسمشر غني د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی.
د ولسمشر په وینا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل یو شان نه کړي نو افغان حکومت اړ دی چې لومړی له دوی سره د سولې په لټه کې شي او بیا له طالبانو سره سوله وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او پر دې واقعیت سترګې نه شي پټېدلی.
ولسمشر غني همدا راز وویل چې طالبان باید له افغان حکومت سره یو ځای شي او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله د زور او وسلو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او افغان ځواکونو په وروستیو کې په مخامخ جګړو کې دغه ډله په شا تمبولې ده.