ولسمشر محمد اشرف غني وایي وسله والو طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربنانو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی.
ولسمشر غني نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې که د جوړولو قوت یې نلرئ د خرابۍ مخه یې ونیسئ.
نوموړي زیاته کړه: “د طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی. نو زه ورباندې ناره کوم، ولې ورانوئ، ولې خرابوی؟ که د جوړولو قوت نلری، که مثبت پروګرام نلری حد اقل د خرابي مخه ونیسی. که تاسو غواړی چې افغانستان کې مطرح وه اوسئ د افغانستان ولس کې زړه ولرئ،نو پل او پلچک الوزوئ؟”
ولسمشرغني د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره وویل چې په یاده ولسوالۍ کې دوه لوی پلونه او سلګونه پلچکونه د طالبانو لخوا وران شوي او په وینا په ټوله ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي.
هغه وویل که چیري تاسو (طالبان) د ارغنداب کیسه تکراروي نو په وینا یې ولس به خپله قضاوت وکړي.
بلخوا د ننني پروګرام پر مهال په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰۰ تکمیل شوي پروژې هم پرانیستل شوې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې پر یادو پروژو پنځه میلیارد افغانۍ لګښت راغلی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د افغانستان زېربناو ته د زیان اړولو په اړه د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.