Home » افغانستان » افغان ولسمشر طالبانو ته: بهرني ځواکونه وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر طالبانو ته: بهرني ځواکونه وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ

ولسمشرغني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه (د غویي ۷مه نېټه) د اوبو او برېښنا اونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو اوس هم په افغانستان کې وحشت روان دی او مثال یې ارغنداب ولسوالۍ ده، داسې ورځ نه شته چې هېوادوال د ماینونو له کبله قرباني نه ورکوي.

افغان ولسمشر دغه راز د وسله والو طالبانو لخوا د ټولګټو پروژو ورانولو ته په اشارې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغې ډلې ټولې پلمې ختمې شوې دي.

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وویل:” طالبانو پیغام مو څه دی، څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ.”

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان له ورانولو دې لاس واخلي او په مثبت رقابت سره دې د هېواد د ابادولو لپاره هلې ځلې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...